امریکايي رسنۍ دغه هېواد کې له کورونا وېروس د مړینې د نوي ریکارډ خبره کړې

روهي(نۍ/۳۰ د وري)، امریکايي رسنۍ دغه هېواد کې له کورونا وېروس د مړینې د نوي ریکارډ خبره کوي او وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې له دې وېروس څلور زره پنځه سوه یو نوي کسان مړه شوي دي. روغتیايي چارواکي ټینګار کوي چې د قرنطین وارمخکې لرې کول به کورونا ته د ستنېدلو په مانا وي، خو ډونلډ ټرمپ له دغو معترضانو سره همغږی دی او خپل ټوېټر کې یې د څو ایالتونو د ازادۍ غوښتنه کړې ده.
 
 
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د وېبپاڼې شمېر ښيي چې امریکا کې تراوسه شپږ لکه ۸۷ زره کسان په ې ویروس اخته شوي او ۳۲ زره ۲۳۲ ترې مړه شوي دي. امریکا کې تراوسه د کورونا وېروس درې نیم میلیون ټېسټونه شوي، چې په دې برخه کې هم له نړۍ مخکې ده. په نړۍ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر دوه میلیونه ۱۸۰ زره کسانو ته رسېدلی.تر اوسه د دغې ناروغۍ له کبله ۱۴۷ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.کورونا وېروس تېر ډیسمبر د چین ووهان ښار کې ښکاره او وروسته پر چین سربېره نورې نړۍ ته ورسېد.