عامې روغتيا وزير: درې مرستيالان په دې اساس له دندو ګوښه شول چې (بې انرژي) شوي وو 

روهي (نۍ/۳۰ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز نن ورځ يوې خبري ناسته کې وويل چې د عامې روغتيا وزارت درې له دندو ګوښه شوي مرستيالان په دندو کې نه وړتيا پر اساس نه دي لېرې شوي. 

فيروز الدين فيروز ويلي چې د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې يادو کسانو ډېر کار او هڅې کړې، نو دا چې نوي او انرژي لرونکي کسان د دوی پر ځای وټاکل شي، د دوی  د مرستيالۍ له دندو لېرې شول. 

عامې روغتيا وزير ويلي چې پخوانيو مرستيالانو هېواد ته د چوپړ په برخه کې ډېر کار کړی او په دې وروستيو مياشتو کې چې کرونا ويروس خپور شوی، د وی هڅې او کړنې د قدر وړ دي.