هېواد کې د کرونا ويروس د ککړو، رغېدلو او مړه شوي کسانو وروستۍ شمېرې 

روهي (نۍ/۳۰ د وري)، عامې روغتيا وزير ډاکټر فيرزوالدين فيروز نن ورځ په يوې خبري ناستې کې ويلي چې د هېواد په ۳۰ ولايتونو کې ۹۳۳ کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي چې ۳۳ پېښې نن ورځ ثبت شوې. 

فيروز الدين فيروز ويلي چې ۱۲ سلنه کسان له دغه ناروغۍ بېرته جوړ شوي دي او د مړينې سلنه ۳،۲ ته رسيږي. 

عامې روغتيا وزير دا هم ويلي دي چې د کابل په سروبي ولسوالۍ هغه د مړينې شمېرې چې رسنيزې شوې دي، ټولې د کرونا ويروس له امله نه دي.