
روهي (نۍ/۳۰ د وري)، د روسيې بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې د امريکا متحد ايالت افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو پر سر راپورته شوي بحران کې شامل ګڼل کيږي.
د وزارت په اعلاميې کې ويل شوي دي، " امریکا د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو د اخلال مخنیوی کوي، په داسې حال کې چې امریکا د ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند ګټونکی بللی او په کابل کې یې د روان وضعیت په رامنځته کولو کې رول لوبولی دی."
روسيې له دې وړاندې هم ويلي وو چې افغانستان کې د ټاکنو اعلان شوې پايلې جنجالي دي او بايد چې داسې يو حکومت رامنځ ته شي چې افغانستان کې ټولې خواوې په کې شاملې وي.