نړۍ کې بنديان خوشي کيږي؛ پاکستان د (سردار عارف وزیر) په نوم د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی زندان ته واچولو 

روهي (نۍ/۳۰ د وري)، د رسنيو د راپورونو پر اساس د پاکستان پوليسو د سردار عارف وزیر په نوم پښتونخوا کې د پښتنو د حقونو ملاتړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی نېولی دی. 

د پاکستان پوليس وايي چې سردار عارف وزیر افغانستان په خپل وروستي سفر کې هلته پارونکې خبرې کړې دي او د يادو خبرو د سپيناوي لپاره نېولی شوی دی. 

د پاکستان حکومت په داسې وخت کې سردار عارف وزیر زندان ته اچولی دی، چې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې حکومتونه په زرګونه زندان ازادوي او پر ځای يې د کرونا پر وړاندې مبارزه کوي.