نړۍ کې د کرونا ويروس وروستۍ شمېرې 

روهي (نۍ/۳۰ د وري)، نړۍ کې په کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ د ککړو کسانو شمېر دوه مېلېونه، دوه لکه ۲۳ زره کسانو ته ورسېد او يو لک ۵۲ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. 

ټوله نړۍ کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو څلورمه برخه چې نېږدې اووه لکه کسان دي په امريکا متحدو ايالتو کې دي. امريکا کې ۳۶ زره کسان کرونا ويروس له امله مړه شوي دي. 

افغانستان کې هم د عامې روغتيا وزارت د   تېرې ورځې شمېرو پر اساس د اخته کسانو شمېر ۹۰۶ او مړو شمېرې ۳۰ کسانو ته ورسېدې.