د اروپايي ټولنې اعلاميې ته د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون 

روهي (جمعه/۲۹ د وري)، تېره ورځ افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي په يوې اعلاميې کې له افغان مشرانو غوښتل چې سياسي مخلفتونه پای ته ورسوي. دغه اعلاميه کې ويل شوي وو، چې د يو منظم حکومت په نشتون کې افغانستان کې د سولې خبرې او کرونا ويروس مبارزې خنډ سره مخ شوې ده. 

د اروپايي ټولنې دغه اعلاميې ته ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون ښوودلي دی او ويل شوي دي، چې افغنستان کې د حکومتوالی چارې په عادي ډول روانې دي او افغان حکومت  د سولې او کرونا ويروس سره د مبارزې  برخه کې چمتوالی لري. 

د ولسمشر مرستيال وياند داواخان مینه‌پال د اروپايي تولنې د خپرې شوې اعلاميې په غبرګون کې ويلي دي، "تاسې ګورئ چې ولسمشر غني د حکومت په سر کې شتون لري، د حکومت چارې په عادي ډول سره وړاندې ځي او کرونا ويروس سره مبارزه د افغان حکومت لومړيتوب دی."

د اروپايي ټولنې له دې فشار وړاندې د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت پر افغان حکومت د يو مېلېارد ډالرو مرسته د سياسي مخلفتونو پر اساس وځنډوله او غوښتنه يې وکړه چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله دې په يو ګډ حکومت سره هوکړه وکړي.