سلام رحيمي: ډېر ژر به د عبدالله عبدالله په مشرۍ د (روغې عالې شورا) کار پيل کړي

روهي (جمعه/۲۹ د وري)، د سولې په چارو کې د دولت وزير سلام رحيمي وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او سپيدار ترمنځ د سياسي کړکېچ د حل هڅې مثبتې پايلې ته نېږدې شوې دي. 

سلام رحيمي له طلوع نيوز سره په يوې ځانګړې مرکې کې ويلي دي چې ډېر ژر به د عبدالله عبدالله په مشرۍ د روغې يا مصالحې عالي شورا خپل کار پيل کړي او د عبدالله عبدالله په مشرۍ به د سولې خبري کوونکي پلاوي صلاحيتونونه  د دغه شورا له خوا ټاکل کيږي.  

خو په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله مرستيال وياند فريدون خوځون رسنيو ته ويلي دي چې تر اوسه هېڅ کومه هوکړه نه ده شوې او د دوی د ټيم غړي لا د طرحې په اړه نظرونه وړاندې کوي او دغه طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ ته نه ده وړاندې شوې. 

د هېواد يو شمېر سياسي څېرې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ولسمشريزو ټاکنو پايلو پر سر د راپورته شوي کړکېچ د حل هڅې کوي، خو تر اوسه يې څرګنده پايله نه ده ورکړې.