د هېواد درې رنګه بيرغ سوځونکي (حميد خراساني) زندان کې اعتصاب کړی او خپله خوله يې ګنډلې ده 

روهي (جمعه/۲۹ د وري)، د حميد خراساني په نوم يو خپلسری وسله وال چې څه وخت وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د غېر قانوني کړنو په تر سره کولو ونېول شو، اوس مهال يې په زندان کې د نه خبرو اعتصاب کړی او خولې يې ګنډلې ده. 

حمید خراساني په يو وېډيويي پيغام کې ويلي دي، چې په حق کې يې بې عدالتي شوې، کوم جرم يې نه دی تر سره کړی او بې ګناه په زندان کې اچول شوی دی. 

نوموړی وايي چې تر څو يې په حق کې عدالت نه وي شوی نو د نه خبرو کولو اعتصاب ته به دوام ورکړي او خپله خوله به خلاصه نه کړي. د نوموړي په وينا چې ده د عدالت او خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله. 

حميد خراساني تېر کال د هېواد درې رنګه ملي بيرغ ته اور ورکړ، چې ياده ويډيويي پر ټولنيزو رسنيو پر ليکه شوه او د خلکو توند غبرګونونه يې راپورته کړل.