کابل کې يو کس ته تازه  کوژده کړې؛ د خوښۍ په پار ورته د راکېټ ډزې شوې 

روهي (جمعه/۲۹ د وري)، د کابل ولايت ۲۱مې ناحيې ځايي اوسېدونکي وايي چې د دغه سيمې يو استوګن چې تازه يې کوژده کړې،  نېږدې خپلوانو او ملګرو يې د توپک ډزو ترڅنګ ورته د راکېټ مرمۍ وېشتې ده. 

ځايي اوسېدونکي په دې ډول کړنو اندېښنه او خواشيني ښيي، له حکومت غواړي چې په دې بد وضعيت کې چې له يوې خوا هېواد کې  جګړه او له بلې خوا د کرونا ويروس بحران خپور دی، بايد د دغه ډول ځورونکو کړنو مخه ونېول شي. 

د افغانستان په ډېری ولايتونو کې دا دود دی، چې د کوژدې، واده، نارينه اولاد پيدا کېدو او خوښۍ ځيني نور مراسم د ټوپک په ډزو لمانځل کيږي.