
روهي (جمعه/۲۹ د وري)، د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر اساس افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره پورته کيږي او ټول - ټال ۹۰۶ مثبتې پېښې تر اوسه ثبت شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار رسنيو ته ويلي دي چې تر اوسه ۳۰ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي او همدا ډول په بيا بيلو ولايتونو کې ۹۹ کسان له درملنې وروسته رغېدلي دي.
که څه هم افغان حکومت د کابل په شمول ډېری ولايتونو کې ګرځبنديز لګولی دی خو هرات، کابل او هرات هغه ولايتونو چې تر ټول ډېرې مثبتې پښې په کې ثبت شوي دي.
د سويل ختيځ ولايت خوست په شمول يوازې څلور ولايتونو کې تر اوسه د کوېډ-۱۹ هېڅ کومه پښه نه ده ثبت شوې او نوروړ ۳۰ ولايتونو کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.