مسکو خپل پوځ ته (آ-5) راکېټونه ورکوي 

روهي (جمعه/۲۹ د وري)، د روسيې کسموس شرکت مشر دیمیتري راګوزین وايي چې د روانې ميلادي مياشتې تر وروستيو به د روسيې پوځ ته (آ-5) راکېټونه ورکړي. دغه راکېټونه اوس مهال تر برسۍ لاندې دي. 

دیمیتري راګوزین ويلي دي چې دغه راکېټونه اوس په خارونیچف نومي پوځي او سايسني مرکز کې تر څار او کنټرول لاندې دي او شوې ازموينې يې هم بريالۍ وې. 

آ-5 هغه راکېټونه دي چې له يو بيا تر ۳۵ ټنه مواد د له ځمکې ته اوغول شي. مسکو په ۲۰۱۹ کال کې د آ-5 راکېټونو د جوړېدو چارې پيل کړې وې او ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۲۱ کال پوري درې دغه راکېټونه د روسي پوځ په واک کې ورکړل شي.