د قرنطين پر مهال يو شمېر کورنيو کې تاوترخوالی زيات شوی 

روهي (جمعه/۲۹ د وري)، د کرونا په خپرېدو سره نه يوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې خلک په کورونو کې قرنطين شوي دي. هغه نارينه او ښځنيه چې په تېر  کې يې بهر کار او دندې درلودې اوس مهال ۲۵ ساعته د يو چت لاندې وخت تېروي. 

د افغانستان په شمول هغه هېوادونو کې چې  د کورنۍ شمېر يې لوی او اقتصادي وضعیت يې خراب وي، خلک په کورني  تاوتريخوالي اخته شوي دي. 

د کرونا ويروس ويره، بد اقتصادي وضعيت، بې کاره، اندېښنې او ناسمې اړيکې سبب شوي دي، چې په کورونو کې نارينه او ښځينه او بيا په ځانګړي ډول ميرمن  او خاوند تاوتريخوالي تجربه کړي. 

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي هم د کوېډ-۱۹ پر مهال د نړۍ په ځيني هېوادونو کې د کورني تاوتريخوالي په اړه اندېښنه ښوودلې وه او په ځانګړي ډول ښځې تر ډېره د کورني تاوتريخوالي قرباني کيږي.