د کډوالو ستنیدل به په  هیواد کې د کروناویروس د لا خپریدو سبب شي

روهي(جمعه/۲۹ د وري)، د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ د یو تازه راپور له مخې د تیرې یوې اونۍ په اوږدو کې او هم د مارچ په تیره میلادي میاشت کې له پاکستان څخه لسګونه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ " یو این ایچ سي ار" یو ویاند بابر بلوچ ویلي، چې په اوسط ډول د ورځې ۱۵۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستنیږي.
 
د روغتیا نړیواله ادارې " ډبلیوایچ او" ویلي، چې په ایران کې له درې اویا زرو زیاتو مثبتو پیښو ثبتیدل او پر دغې ناروغۍ د شاوخوا پنځه زرو تنو مړینه د جنوبي اسیا هیوادونو ته د کرونا د ویروس د خپریدلو اصلي مرکز ګڼل کیږي.
 
اوس مهال شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان کډوال په ایران او پاکستان کې د مهاجرت په رسمي اسنادو ژوند کوي، چې د دغه شمیر سربیره په سلګونو زره نور افغان کډوال هم په دغو دوو هیوادونو کې میشت دي.په افغانستان کې د ناامنۍ دوام او امنیتي ګواښونو له ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته د افغان کډوالو د ستنیدلو مخه نه ده نیولې.