په کابل کې د اروپايي اتحادیې سفر پیري می آډون:په افغانستان د امن کیدو لپاره له هرې سوله ایزې پروسې ملاتړ کوي

روهي(جمعه/۲۸ د وري)، په کابل کې د اروپايي اتحادیې سفر پیري می آډون امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل که څه هم دا ټولنه د طالبانو او امریکا ترمنځ د موافقې او اوس د بندیانو په ازادولو کې مستقیم رول نلري، خو د افغانستان د امن کیدو لپاره له هرې سوله ایزې پروسې ملاتړ کوي.
 
 
د اروپايي ټولنې دې استازي هیله څرګنده کړه چې د انتخاباتو له امله رامنځ ته شوی جنجال د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې په یو سیاسي تفاهم سره پای ته ورسیږي او د جمهوریت اصول وساتل شي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دغه جګپوړي چارواکي د ځینو جنګي مجرمینو په اړه د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون اندیښنه پرځای وګڼله.
 
 
ښاغلي مي اډون زیاته کړه دوی د افغانستان د حکومت په مشرۍ اقدماتو سره همکاري کوي.نوموړي د لومړي ځل لپاره کابل ته د طالبانو د درې کسیز هئیت راتګ او له حکومت سره خبري هم یو ښه ګام وباله.