اشرف غني : طالبان دې اوربند وکړي

روهي(جمعه/۲۸ د وري)، جمهور رئیس محمد اشرف غني په یوه تلویزیوني وینا کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي له خوا د جګړو د بندیدو او اوربند د ټینګیدو نړیوالۍ غوښتنی ته په پاملرنې له طالبانو وغوښتل، چې د ملګرو ملتونو غوښتنه دې ومني. ښاغلي غني وویل، چې افغان حکومت د کروناویروس د خپریدو له پیل څخه دا وبا جدي وګڼله او د دغې ناروغۍ د حرکت ټولو ابعادو ته متوجه و، چې د هغه پر وینا د هر پړاو لپاره یې پلانونه ترتیب شوي وو.
 
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، چې د نړیوالو مرستو د تعدیل وړاندیز ترتیب شوی او کابینه به دا وړاندیز د بحث وروسته تصویب کړي. جمهور رئیس غني خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په دې سختو شرایطو کې د حکومت مشرتابه د ټولو سکټورونو سره په اړیکه کې دی، تر څو نه یوازې د وقایه لپاره لازم اقدامات ترسره کړي، بلکې د کروناویروس د ناروغۍ پر وړاندې ټولې اړتیاوې هم برابرې کړي.
 
 
طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د اوربند غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.خو دغې ډلې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره تر خپل کنټرول لاندې سیمو ته د مرستې رسونې ادارو د فعالیت اجازه ورکړې ده. جمهور رئیس غني په خپله وینا کې په دې ټینګار وکړ، چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مخکینۍ مالي ژمنې به د کروناویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شي.