د چین اقتصادي تاوان

روهي(جمعه/۲۸ د وري)، چین د یوه ستر مصرفوونکي او د توکو او خدمتونو د تولیدوونکي په توګه ستر اقتصاد دی.پر ۱۹۹۲ کال د درې میاشتنیو شمېرو له ټولولو را هیسې دا لومړی ځل دی چې د کال په لومړنیو دریو میاشتو کې چین خپل اقتصادي کمښت ویني.
 
تېر کال چین د کال لومړنیو دریو میاشتو کې ۶،۴ سلنه روغه اقتصادي وده ولیده، هغه هم په داسې مهال چې له امریکا سره په اقتصادي جګړه بوخت و.که څه هم تېرو دوو لسیزو کې د چین کلنۍ اقتصادي وده ۹ سلنه وه، خو کارپوهانو پر دې اقتصادي مالوماتو بیا بیا پوښتنې را پورته کړې دي.
 
د کال لومړیو دریو میاشتو کې د چین د اقتصاد درېدل په داسې مهال دي چې د کورنا وېروس له امله یې د جنورۍ وروستیو کې په پراخه کچه قرنطین او د کاروبار بندول پیل کړل.اقتصادپوهان باوري و چې دا ډول سختو شمېرو سره به مخ شي، خو رسمي مالومات د دوی له تمې لا ډېر بد دي.