امریکا  د ووهان له لابراتوارونو نه د کروناویروس د خپریدو په اړه پلټنه کوي

روهي(جمعه/۲۸ د وري)، د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي دي چې اطلاعات یې دا څرګندوي چې ښایي کروناویروس په طبیعي توګه رامنځ ته شوی دی. خو هغه د چین په لابراتوارونو کې ددې ویروس جوړیدل هم رد نه کړل.
 
د فاکس نیوز تلویزیوني شبکې د یو خبر په بنسټ چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو د کروناویروس د چین د ووهان ښار د لابراتوارونو څخه د یوې بیولوژیکي وسلې په توګه نه، بلکه د چین د هغو هڅو د یوې برخې په توګه رامنځ ته شوی چې څرګنده کړي دا هیواد د ویروس سره په مقابله کې د امریکا د متحده ایالاتو سره مساوي او یا له هغه څخه زیات بریالی دی.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ښاغلي ټرمپ د خبري کنفرانس وروسته د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل: "مونږ پوهیږو چې دغه ویروس د چین د ووهان ښار نه منشا اخیستې او د ویروس پیژندنې انستیتوت د کبانو له مارکیټ نه یواځې څو کیلومتره واټن لري...مونږ واقعاْ‌ د چین د دولت نه غواړو چې ددغه ویروس د پراخیدو د څرنګوالي په اړه وضاحت ورکړي"