روهي(جمعه/۲۸ د وري)، د امریکا متحدو ایالتونو کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر بل هر هېواد ډېر دی. په دغه هېواد کې ۶۴۰ زره کسان پر دغه ویروس اخته دي او د مړینې شمېر ۳۰۵۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.
په نړۍ کې د کورونا ویروس ناروغانو شمېر ۲ میلیونه ۹۰ زره کسانو ته رسېدلی دی او د دغې ناورغۍ له کبله د مړو شمېر تر اوسه پورې ۱۳۹ زره کسانو ته رسېدلی دی.برتانیا کې حکومت د کورونا ویروس مخنیوي اقداماتو لړ کې پر ګرځېدو راګرځېدو د دریو اونیو لپاره محدودیتونه نور هم غځولي دي.
امریکا کې د مارچ له نیمايي راهیسې ۲۱ میلیونه کسانو دندې له لاسه ورکړې دي. برتانیا کې حکومت د کورونا ویروس مخنیوي اقداماتو لړ کې پر ګرځېدو راګرځېدو د دریو اونیو لپاره محدودیتونه نور هم غځولي دي.د هند پلازمېنه ډیلي کې حکومت په هېواد کې د کورونا ویروس خپرولو په تور د تبلیغي جماعت ځايي مشر محمد سعد کندهالوي خلاف د غیر قصدي وژنو تور له مخې دوسیه ثبت کړې ده.
د ایران عامې روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور وايي، په هېواد کې یې په یوه ورځ کې ۱۶۰۶ نور کسان پر کورونا ویروس اخته شوي، چې ټولټال شمېر ۷۷۹۹۵ کسانو ته ورسره رسېدلی دی.
وروستي