د ټاکنو کمېسيون دوه پخوانۍ غړې (حمیرا حقمل او ملیحه حسن) په ضمانت له زندان خوشي شوې

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د وري)، د يو شمېر رسنيو د راپورونو پر اساس د ټاکنو کمېسيون دوه پخوانۍ غړې (حمیرا حقمل او ملیحه حسن) په ضمانت له زندان خوشي شوې دي. ويل کيږي چې دغه پخوانۍ کمېشنرانې د کرونا ويروس له وجې ازادې شوې  دي. 

که څه هم رسمي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني زندانونو کې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره تر لس زره بنديان د خوشي کېدو فرمان ورکړی. 

حمیرا حقمل، ملیحه حسن د ټاکميزو کمېسيونونو د پخوانيو مشرانو او غړو سره يو ځای په تېرو پارلماني  ټاکنو کې د ناسم مديريت، له دندې په ناوړه ګټې او درغليو په تور  زندان ته واچول شوې.