هند افغانستان سره ۷۵ زره ټنه غنم مرسته کړې؛ ۵ زره ټنه ې نن چابهار بندر ته را ورسېده

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د وري)، د هندوستان حکومت افغانستان سره د کرونا ويروس د مبارزې او په افغانستان کې د غنمو د کمښت پر اساس ۷۴ زره ټنه غنم مرسته کړې ده چې لومړۍ بسته يې نن ورځ چابهار بندر ته ورسېده. 

د دغه بستې د رارسېدو پر مهال ايران کې افغان سيفر عبدالغفور لېوال او د چابهار بندر ايراني مسوولين ګډون درلود. ايراني چارواکو ويلي دي چې ژر به دغه ۵ زره ټنه غنم له ايرانه افغانستان ته ټرانزيت شي. 

ايران کې افغان سفير غفور ليوال د هندوستان له دغې مرستې مننه کړې ده ا وويلي دي  په نېږدې ورځو کې به د ۷۵ زره ټنه غنمو مرستې دويمه بسته هم افغانستان ته ولېږل شي.