پر ولسمشر غني او عبدالله د اروپايي ټولنې غږ: سياسي کړکېچ پای ته ورسوئ؛ روغتيايي ګواښونو او ولس ته لومړيتوب ورکړئ 

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د وري)، کابل کې د اروپايي ټولنې استازي په يوې اعلاميې کې له افغان مشرانو غوښتي دي چې په دې حساس وخت کې دي، سياسي کړکېچونه پای ته ورسوي او ولس ته دې لومړيتوب ورکړي. 

اعلاميه کې له ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله غوښتل شوي دي، چې د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه، د سولې خبرې او د ولس هوساينه دې په لومړي قدم کې ونېول شي. 

دغه خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې روان وضعيت د ديموکراسۍ بنسټونه بې اعتباره کوي، د اروپايي تولنې او نورو نړيوالو ادارو د بې حوصلې کېدو سبب کيږي. 

د يادونې ده چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ راپورته شوی سياسي کړکېچ د امريکا او افغان سياسيونو منځګړېتوب سره - سره تر اوسه څرګندې مثبتې پايلې ته نه دی رسېدلی.