ولسمشر پوتين: له کرونا ويروس وروسته به د هېواد ځپل شوې اقتصادي برخې بيا راپورته کړم 

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د وري)، د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين وايي چې هېواد کې د کرونا ويروس سره د مبارزې ترڅنګ د هېواد اقتصادي برخو ته هم پاملرنه لري او لومړيتوب ورکوي. 

پوتين وايي چې يو ځل کرونا ويروس سره له بريالۍ مبارزې وروسته به د هغه هېواد کوچنيو او منځنيو اقتصادي ادارو سره د حکومت نيغه مرسته وشي، چې د قرنطين او ګرځبنديز پر مهال يې زيان موندلی وي. 

روسيه کې د ګرځبنديز وروسته دولتي مامورينو ته په کورونو بشپړ مياشتنی معاش ورکول کيږي، خو د خصوصي سکتور ادارې شکايت  لري چې دوی د ګرځبنديز پر مهال مېلېونه روسي روبل توان کوي. 

ولسمشر پوتين ۲۰۰ مېلېارد روبل يا ۲،۷ مېلېارده امريکايي ډالر د هوايي شرکتونو په شمول، کوچينو او منځنيو شرکتونو ته د همکارۍ په پار ځانګړي کړي دي. 

روسيه کې ۱۹۸ کسان د کرونا  ويروس له امله مړه شوي  او ۲۴۴۹۰ کسان پرې ککړ دي. حکومت د پلازمينې مسکو په شمول ډېری ښارونو کې ګرځبنديز اعلان کړی دی.