۵۶ نوې پېښې ثبت شوې؛ افغانستان کې په کرونا د ککړو کسانو شمېر ۸۴۰ ته ورسېد 

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د وري)، د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۶ تازه مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي. د یاد وزارت د ویاند، وحید مایار په وینا، له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د ټولو شمېر ۸۴۰ ته ورسید.

د مايار د مالوماتو پر اساس تر اوسه ۲۵ کسان چې درې ډاکټران دي تر اوسه د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي او ۴۰ نور کسان ترې رغېدلي دي. 

د کرونا ويروس مثبتې تر ټولو ډېرې پېښې په هرات، ورپسې کابل او بيا کندهار ولايت کې دي.