د امريکا اندېښنه: د شمالي کوريا هکران د امريکا او نړيوال بانکونو څخه د پيسو د اېستلو هڅې پيل کړې 

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د شمالي کوريا يو شمېر انټرنيتي بريدګرو  يا هکرانو هڅې پيل کړي دي چې د امريکا په شمول د نړۍ له يو شمېر بانکونو پيسې وباسي. 

د متحدو ايالتو حکومت بهرنيو چارو او ماليې وزاتونو ته لارښوونې شوي دي، چې په دې برخه کې جدي پاملرنه ولري او شته ګواښونو ته متوجې وسي. 

امريکا له دې وړاندې هم شمالي کوريا تورنه کړې وه چې د خپلو انټرنيتي بريدګرو په مرسته يې د دغه هېواد ځينو بانکونو ته لاس رسی پيدا کړی او پيسې يې ورڅخه اېستلې دي.