راتلونکې اوونۍ د ښوونځيو درسونه د لېرې واټن په سېسټم پيليږي 

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د وري)، د هېواد پوهنې وزارت وايي چې د راتلونکې اوونۍ له شنبې ورځې به د ښوونځيو درسونه د اړوند طرحې اړوند پيل شي ترڅو د کرونا ويروس پر مهال د افغان زده کوونکو وخت ضايع نه شي. 

پوهنې وزارت وايي چې د ښوونځيو د ساينس مضومونه به د پوهنې يا معارف تلويزيون، ملي تلويزيون له خپريږي او د نورو مضونونو درس  به په غږيز ډول د راډيو له لارې  وي. 

لوړو زده کړو وزارت هم د خصوصي او  دولتي پوهتونونو د تدريس طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلې ده، چې د ولسمشر له منظورۍ وروسته به پلې شي.