د ولسمشرغني د فرمان پر بنسټ له څرخي پُل زندان ۲۵۳ بنديان خوشي شول 

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د وري)، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان پر اساس تېره ورځ کابل کې د څرخي پُل له زندان ۲۵۳ بنديان خوشي شول. ازاد شوي کسانو کې هغه کسان نه دي شامل چې په ترهګريزو کړنو نېول شوي دي. 

تېره ورځ ۲۵۳ بنديان ډېری هغه کسان وو چې د نشه يي توکو په قاچاق او يو شمېر نور جنايي پېښو کې مجرم پېژندل شوي وو.

ولسمشر غني فرمان ورکړی دی چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره دې له افغان زندانونو تر لس زره بنديان خوشي شي. تر اوسه د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې ۵۳۷۴ بنديان ازاد شوي دي. 

له دې وړاندې افغان حکومت د بګرام له زندان تر درېيو سوه ډېر هغه طالب بنديان چې عمرونه يې زيات، د بند ډېره موده يې تېره کړې او روغتيايي وضعيت يې ښه نه وو له بند خوشي کړل.