د عبدالله عبدالله طرحه: بله حل لار نشته؛ د ټاکنو پايلې دې لغوه او يا دې هم ټول-ګد حکومت را سره جوړ شي 

روهي (څلورنۍ/۲۷ د وري)، د اميد مثيم په نوم د عبدالله عبدالله مرستيال وياند رسنيو ته د دوي د ټيم د وروستۍ طرحې پهه اړه مالومات ورکړي دي. دغه طرحه کې په دوه مسايلو ټېنګار شوی دی، چې يا بايد د ټاکنو پايلې لغوه اعلان شي او يا هم دوی سره يو شريک حکومت جوړ شي. 

د عبدالله عبدالله ټيم هغه طرحه رد کړې ده چې په دې څو ورځو کې رسنيزه شوې ده او په کې ليکلي دي چې عبدالله عبدالله د سياسي قدرت کې ۴۰ سلنه برخه او د سولې عالي شورا د مشرۍ غوښتنه کړې. 

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي چې د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت کې د مدغم کېدو هيله نه لري، بلکې دواړه ټيمونه بايد د يوې سياسي هوکړې پر بنسټ ګد او ټول شموله حکومت سره جوړ کړي. 

په ورته وخت کې له ارګه ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې  ولسمشر غني د حکومت په کابينه کې له ۴۰ تر ۵۰ ونډه او د سولې عالي شورا په مشرتوب، له ډاکټر عبدالله عبدالله سره هوکړې مني، خو د لومړي وزير او يا اجرائيه رياست ته د ورته څوکۍ جوړېدل ورته د منلو نه دي.