چينايۍ جيني چې د (اکټوپوس) د خوړلو پر مهال ياد ژوي پرې حمله کړي او ټپي کړې يې ده 

روهي (څلورنۍ/۲۷ د وري)، يو چينايۍ جينۍ هڅه کوله چې اکټوپوس به نوم بحري ژوی ژوندی وخوري، خو اکټوپوس يې پر مخ نښلي او ټپي کوي يې. 

دغه چپنايۍ جينۍ خپل نوم لېټل سېون ښوودلی او د ژوندي اکټوپوس د خوړولو ننداره يې پر ان لاين بڼه خپروله. دغه جينۍ د ضد له مخې بله ويډيو پر ليکه کړه چې اکټوپوس په کې خوري. 

پر ټولنيزو رسنيو پر دغه مساله نيوکې شوي  او ليکلي دي چې لېټل سېون د ځان د شهرت لپاره دا چاره تر سره کړې. چين کې د بحري ژويو خوراک عام دود او د خوړو يو ډول دی. 

اکټوپوس يو ډول بحري ژوی دی چې نرم بې هډوکو وجود او اته پېښې لري. دغه ژوی د انسان په وجود پسي ځان نښلوي او د لېرې کولو پر مهال وجود ټپی کولی شي.