سلمان خان له خپلې شخصي پانګې ۱۵۰ مېلېونه هندي پيسې اړو خلکو ته ورکوي 

روهي (څلورنۍ/۲۷ د وري)، د هندوستان بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړي سلمان خان له خپلې شخصي شتمنۍ ۱۵۰ مېلېونه هندۍ روپۍ ځانګړې کړې دي ترڅود کرونا ويروس د قرنطين پر مهال يې په اړو خلک ووېشي. 

سلمان خان ويلي دي چې په بالېوډ سېنما که پر ۲۵۰۰۰ کارمندانو چې اقتصادي وضعيت  يې کمزوری وي تر دوه مياشتو مالي لاس نېوی يې کوي. 

د نوموړي خيره بنسټ مسوولين ويلي دي چې دغه ۱۵۰ مېلېونه هندي روپۍ به د بالېوډ سېنما ۲۵ زره کارمندانو وېشل کيږي. هر کارمند ته به د مياشتې درې زره هندۍ روپۍ ورکول کيږي چې دا لړۍ به دوه مياشتې وي. 

له دې وړاندې د هندوستان د فلم او سپورټ ځينو مشهورو څېرو ځايي حکومتونو ته يوه اندازه پيسې په واک کې ورکړې وې، ترڅو د قرنطين پر مهال يې اړتيا لرونکو باندې وويشي او يا هم ورته لومړني او خوراکي توکي واخلي.