نړۍ کې د کرونا ويروس د نن ورځې وروستۍ شمېرې

روهي (څلورنۍ/۲۷ د وري)، د  جانز هاپکینز پوهنتون د وروستيو مالوماتو پر اساس اوس مهال نړۍ کې يو مېلېونه، نهه لکه او اتيا زره کسان پر کرونا ويروس اخته دي چې ښايي تر نن ورځې دوه مېلېونه کسانو ته ورسيږي. 

د وړاندې شوي مالوماتو پر بنسټ کوېډ-۱۹ يا کرونا ويروس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې ۱۲۶۵۰۰ کسان مړه کړي او د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې ۴۸۶۵۰۰ کسان جوړ شوي دي. 

افغانستان کې هم د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر نن ورځ ۷۸۴ پېښو ته ورسېد چې اوويا پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوي دي.