امريکا يې ستره مالي سرچينه ده؛ ټرمپ د روغتيا نړيوال سازمان ته د پيسو ورکړه ځنډولې

روهي (څلورنۍ/۲۷ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ ويلي چې د روغتيا نړيوال سازمان سره به مالي مرستې  او ملاتړ ځنډولی. د شمېرو پر اساس نېږدې ۶۰ سلنه پيسې دغه سازمان ته د امريکا له خوا ورکول کيږي. 

ولسمشر ټرمپ وروسته له هغې دغه اعلان کړی چې په امريکا د کرونا ويروس له امله د مړو شمېر له ۲۳ زره واوښت او ټرمپ ويلي دي چې د روغتيا نړيوال سازمان په خپل ماموريت کې پاتې راغلی دی. 

د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو پر سازمان هم نيوکې کړې دي او ويلي دي چې هغه مالومات چې چين په ناسم ډول د کرونا ويروس په اړه خپره کړل، د ملګرو ملتونو سازمان يې پر وړاندې اقدام ونه کړ بلکې مرسته يې هم ور سره وکړه.