د کابل د والي مرستیاله او کرونا سره د مبارزې کمېټې غړې (حنیفه) په کرونا ويروس اخته شوې  ده



روهي (څلورنۍ/۲۷ د وري)، د کابل د والي مرستیاله حنیفه ګیروواله په کرونا اخته شوې ده. نوموړې له کرونا سره د مبارزې د کمېټې غړې هم ده.

له دې وړاندې دوه افغان ډاکټران چې يو په اميري کمپلېکس او بل يې په اندرا ګاندي روغتون کې دندې درلودې په کرونا اخته شوي وو او ژوند يې له لاسه ورکړ. 

افغانستان کې حنیفه ګیروواله لومړي افغانه لوړپوړې حکومتي چارواکه ده چې په کوېډ-۱۹ اخته شوې ده. 
 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ