خليلزاد له جنرال باجوه سره د افغانستان سولې په اړه خبرې کړې 

روهي (درې نۍ/۲۶ د وري)، د افغان روغې - جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خليلزاد او افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر نن ورځ پاکستان ته تللي او هلته يې له پاکستاني چارواکو سره لېدنې - کتنې کړې. 

پاکستان کې د امريکا متحدو ايالتو سفارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې دغه لېدنه کې له جنرال باجوه سره دغه لېدنه په افغانستان کې پر يوې دايمي سولې خبرې شوې دي. 

د سفارت په اعلاميه کې ويل شوي دي، "د پاکستان د پوځ مشرانو بیا د امریکا د دغو هلو ځلو ننګه او (افغانستان کې) د روانې جګړې د سیاسي حل په اړه یې د خپلو اقداماتو د چټکولو ژمنه تازه کړه."

د يادونې ده چې دوه ورځې وړاندې زلمي خليلزاد او جنرال سکاټ مېلر قطر کې د طالبانو سياسي دفتر له مشرانو سره هم ناسته تر سره کړې.