
روهي (درې نۍ/۲۶ د وري)، د هېواد د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ چارسمبال وزير وايي چې له هڅو وروسته يې د سلام دولتي شبکه کې د څلورم نسل يا 4G انټرنېټي چوپړونه شروع کړل.
د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ چارسمبال وزير محمدفهیم هاشمي وايي چې سلام شبکه کې د څلورم نسل يا 4G چوپړونه کابل کې پيل شوي دي.
نوموړي همدا ډول ژمنه کړې ده چې په هېواد کې به د نورو خصوصي کمپينو سره هم له نېږدې کار وکړي ترڅو د انټرنېټ چټکتيا لوړه او بيې له راټېټې کړي.