روهي (درې نۍ/۲۶ د وري)، د اسدالله سعاداتي په نوم د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې دويم مرستيال وايي چې محمد اشرف غني ټاکنې نه دي ګټلې او په غېر قانوني ډول يې ارګ غصب کړی دی.
سعاداتي وايي چې دوی يوازې دوه طرحې مقابل لور ته سپارلې دي چې يوه يې د لوړې له مراسمو وړاندې وه او يوه هم د لوړې له مراسمو وروسته وه او هغه طرحه چې اوس ورځو کې رسنيزه شوې ده د دوی طرحه نه ده.
د عبدالله عبدالله دغه مرستيال وايي چې ټاکنو يوازې يو بريالی نوماند درلود چې هغه هم ډاکټر عبدالله عبدالله وو. نوموړی وايي چې د اوس لپاره د دوی او مقابل ټيم ترمنځ هېڅ ډول خبرې روانې نه دي خو هيله لري چې دغه سياسي کړکېچ پای ته ورسيږي.
اسدالله سعاداتي ويلي دي چې د لومړي وزير څوکي د دوی په طرحه کې لومړيتوب لري او تر اوسه يې د سولې عالي شورا مشرتوب په ډول پر کوم بل بديل کار او پرېکړه نه ده شوې.
نوموړي هغه طرحه رد کړه، چې ګواکي د عبدالله عبدالله ډلې د سولې شورا مشرتوب او د حکومت په کابينه کې ۵۰ سلنه ونډه ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارلې ده.
وروستي