بريښنا شرکت له افغان حکومت ۵۰ مېلېونه ډالر قرض غواړي 

روهي (درې نۍ/۲۶ د وري)، برښنا شرکت خبرداری ورکړی دی چې که چېرې افغان حکومت ورته ۵۰ مېلېونه ډالر قرض ورنه کړي نو دغه شرکت به ونه شي کولی چې د هغه هېوادونو پيسې ورکړي چې افغانستان ورڅخه وارداتي برښنا را نيسي. 

د برښنا شرکت مسوولين وايي چې هېواد کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره چې ګرځبنديز او قرنطين شروع شوی دی د دوی عوايد ۶۰ سلنه راکم شوی دی او مصرف نه شي پوره کولی. 

د هېوا مالي وزارت وايي چې د دوی ته د برښنا شرکت د ۵۰ مېلېونه قرض غوښتنليک رسېدلی دی او په دې برخه کې به اقدامات وکړي.