پوليسو ولې کابل ولايت کې د موټرسايکلونو تګ - راتګ بند کړ؟ 

روهي (درې نۍ/۲۶ د وري)، د هېواد کورنيو چارو وزارت تېره ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي دي، چې سر له سبا (وري مياشتې ۲۷مې نېټې) به د کابل ولايت په ښار او ولسواليو کې د موټرسايکلونو تګ - راتګ بند کړي. 

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين وايي چې د پوليسو موندې ښيي، چې کابل کې ډېره جرمونه؛ هدفي وژنې، جنايي جرمونه او نور د موټرسايکلونو په وسيله تر سره کيږي. او په دې اساس کابل ښار او ولسواليو کې د موټرسايکلونو تګ - راتګ بند کړی شو. 

کابل ښاريان په داسې وخت کې د جنايي پېښو له ډېرېدو شکايت کوي چې له تېرو دوه اوونيو کابل کې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره ګرځبنديز اعلان شوی او خلک په کورونو کې قرنطين دي. 

د يادونې ده چې په تېرو نېږدې لسو ورځو کې د کابل ولايت بغمان ولسوالۍ او همدا ډول تايمني سيمه کې د ولسمشر ځانګړي ګارډ يا پي پي اِس دوه غړي د ناڅرګنده وسله والو له خوا ووژل شول.