اسوشېټېډ پرېس: د پاکستان په مدرسو پر ماشومانو جنسي تيري کيږي 

امريکايۍ اسوشېټېډ پرېس رسنۍ پر خپلې يو تازه لېکنه  کې چې (د پاکستان په دیني مدرسو کې د ماشومانو جنسي تیري عام دی Child sex abuse in Pakistan’s religious schools is endemic) عنوان لاندې خپره شوې ده، ياد هېواد کې د ماشومانو او په ځانګړي ډول ديني مدرسو کې د جنسي ځورونو ذکر کړی دی. 

اسوشېټېډ پرېس د میهمان  په نوم د يو ۱۱ کلن هلک له خولې د ليکلي دي، چې د پاکستان پنجاب ايالت پاکپاتان نومي سيمه کې د خپل ښوونکي له خوا تشناب ته يوړل شوی ترڅو جنسي تيری پرې وکړي. د  میهمان  ترور چې شازيه نوميږي دغه رسني ته ويلي دي، چې د پاکستان په دیني مدرسو کې د ماشومانو جنسي تیري عام دی. 

شازيه د موید شاه په نوم د يو ديني ښوونکي نوم يادوي چې دی يې له ډېر پخوا پېژني او هغه وخت به يې تدريس کولو نو له کم عمره نجونو به يې غوښتل چې خپل کالي پورته او يا لېرې کړي. 

د پاکستان پوليسو هم دغه رسنۍ ته په لويه کې د پاکستان په لېرو پرتو سيمو کې د ښوونځيو او ديني مدسرو دننه د ماشومانو د جنسي ځورونو تائيد کوي او زياتوي چې دوی په دې برخه کې خپلې هڅې جدي کړي دي.