له کرونا وراېخوا: امريکا کې سخت توپان او باران د ۳۲ کسانو ژوند واخېست 

روهي (درې نۍ/۲۶ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو سويلي ايالتونو مختلفو برخو کې د همدې اوونۍ په سر کې سخت توپان، باد او باران د دېرشو کسانو ژوند اخېستی او همدا ډول يې يو شمېر کوچنۍ ودانۍ نړولې  دي. 

سيمه ييز مسوولين وايي چې باد د برېښنا جريان غوڅ کړی، ونې يې له پېخه اېستلي او همدا ډول يې هټۍ او کورونه وران کړي  دي. 

دغه توپان او شديد باد د متحدو ايالتو مي سي سي پي، تګزاس، کارولیناي او درېيو نورو ولايتونو کې پيل شوي دي.