خليلزاد او سکاټ مېلر دوحه کې له ملا برادر سره کتلي 

روهي (درې نۍ/۲۶ د وري)، د افغان روغې جوړې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د قطر  پلازمېنې دوحې ته تللی ترڅو هلته د طالبانو د سیاسي دفتر مشرتابه سره لېدنه او خبرې وکړي. 

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د زلمي خليلزاد دغه سفر تائيدوي او زياتوي چې دغه لېدنه کې پر هغه ننګونو خبرې شوې، چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون برخه کې شتون لري. 

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين هم پر ټوېټر ليکلي دي، چې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا برادر اخند په مشرۍ د دوي يو هئيت له زلمي خليلزاد او سکاټ مېلر سره لېدنه کړې. 

له دې وړاندې سکاټ مېلر له طالب مشرانو سره لېدلي وو او د سولې تړون پر مسايلو او افغانستان کې د تاوتريخوالي  په کمولو يې خبرې اترې کړې وې.