د روغتیا نړیوال سازمان کرونا سره د مبارزې په برخه کې د مرستو بسته روغتیا وزارت ته تسليم کړه 

روهي (درې نۍ/۲۶ د وري)، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر پپرکورن د یاد سازمان له لوري د روغتیایي مرستو یوه بسته د روغتیاوزارت په واک کې ورکړه.

په دې مرستو کې ۱۰ زره محافظتي کېټونه او ۱۲ زره د پېژندنې یا تشخیص کېټونه شامل دي.

له دې وړاندې چین او متحده عربي اماراتو له افغانستان سره ورته مرستې کړې وې.