ولسمشر غني د ولسي جرګې رئيس سره د هېواد په سياسي وضعيت لېدنه او خبرې وکړې 

روهي (درې نۍ/۲۶ د وري)، د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن مازيګر د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوريو د سياسي وضعيت، کرونا ويروس سره د مبارزې پر څرنګوالي او د افغانستان د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ولسي جرګې رئيس وويل، کرونا ويروس سره د غوره مبارزې لپاره د اجمل رحماني په نوم په کابل کې خپل شخصي پنځه پوړیزه مجهز روغتون د عامې روغتيا وزارت په واک کې ورکوي.