کرونا له سياسيونو تر فليمي ستورو؛ هندۍ اداکاره (زوا موراني) روغتون کې بېړني وضعيت کې ده 

روهي (دوه نۍ/۲۵ د وري)، د ۲۰۱۹ز کال په ورستيو کې له چين د کرونا ويروس په نوم مرګونې ناروغي خپره چې وروسته د روغتيا نړيوال سازمان له خوا د کوېډ-۱۹ په نوم ونومول شوه. دغه ويروس اوس مهال د نړۍ ۱۸۵ هېوادونو ته رسېدلې ده او تر ۱،۷ مېلېونه کسان يې نېولي دي. 

د عامو وګړو ترڅنګ کرونا ويروس نړۍ کې مشهورې سياسي او فلمي څېرې هم نېولې دي. زوا موراني د هندوستان بالېوډ سېنما مشهوره فلمي لوبغاړې ده چې په کوېډ-۱۹ اخته ده. 

زوا موراني څو روځې خپل کور کې قرنطين تېرې کړې خو د روغتيايي وضعيت په نازکېدو سره اوس مهال روغتون کې بستر ده. 

دغه اداکاره وايي چې د قرنطين او ورغتون ژوند ورته سخت دی او له خپلو مېنوالو يې غوښتي دي، چې د روغتيا لپاره يې دعا وکړي. 

د يادونې ده چې د نړۍ په مشرانو کې بيا د انګلستان لومړی وزير په کرونا اخته شوی وو، چې وضعيت يې بېړنی خو تېره ورځ له روغتون رخصت شو.