بلخ کې د کرونا ويروس له امله يو کس مړ شو 

روهي (دوه نۍ/۲۵ د وري)، د بلخ ولايتي روغتيايي مسوولين وايي چې  د داوود په نوم په کرونا ويروس اخته يو کس چې نېږدې ۱۵ ورځې په قرنطين او اووه ورځې بستر وو، نن ورځ ومړ. 

د بلخ ولايت د عامې روغتيا رئيس خلیل حکمتي رسنيو ته ويلي دي چې ياد کس د بغلان ولايت اوسېدونکی وو، چې ۱۵ ورځې خپل کور کې قرنطين وو او ورپسې روغتون کې له تېرو اوو ورځو  بستر وو او نن ورځ ومړ. 

داوود چې ۴۳ کلن وو کورنۍ د بلخ عامې روغتيا رياست په نه پاملرنې تورنوي خو د بلخ عامې روغتيا رئيس وايي چې نوموړي کس ۱۵ ورځې کور کې تېرې کړې وې او کله يې چې وضعيت بېړنی شوی وو، روغتون ته راوړل شو. 

خلیل حکمتي وايي چې ډاکټرانو خپلې وروستۍ هڅې وکړې خو ونه توانېدل چې د نوموړي کس ژوند وژغوري.