مسکو کې يوې ودانۍ اور اخېستی چې د کرونا قرنطين کسان هم په کې وو

روهي (دوه نۍ/۲۵ د وري)، مسکو کې چارواکي وايي چې يوې ودانۍ اور اخېستی چې ډېر کسان په کې ژغورل شوي دي. د چارواکو په وينا ۱۲۰ تنه يې ژغورلي دي. 

دغه ودانۍ کې يو شمېر هغه کسان هم چې د کرونا ويروس له امله بيرون نه شول تللی او قرنطين شوي وو. دا چې څومره کسانو تلفات رسېدلي دي، په اړه يې مالومات نه دي ورکړل شوي. 

اور د ودانۍ په اتم پوړ کې لګېدلی، مالي تلفات يې رامنځ ته کړي خو د انساني تلفاتو مالوماتو نه دي رسنيز شوي.