د عبدالله عبدالله ډله کې درز؛ د نظر اختلاف رامنځ ته شوی او مشران يې په دوه برخو وېشل شوي 

روهي (دوه نۍ/۲۵ د وري)، د يو شمېر رسنيو او سرچينو د مالوماتو پر اساس د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې دننه، افغان حکومت سره د سياسي هوکړې پر سر د نظر اختلاف رامنځ ته شوی دی. 

که څه هم د عبدالله عبدالله وياندان ټېنګار کوي او وايي چې د دوی ټيم يو نظر او دريځ لري، خو ويل کيږي چې د ولسمشر غني سره د سياسي هوکړې/ نه هوکړې په برخه کې دغه ډله په دوه برخو وېشل شوې ده. 

د يو شمېر سرچينو د مالوماتو پر اساس ويل شوي دي، چې په خپله ډاکټر عبدالله عبدالله، انور الحق احدي او محمد محقق، ولسمشر غني سره هوکړې ته لېوالتيا لري او غواړي سياسي ونډه تر لاسه کړي او د محمد اشرف غني په ولسمشرۍ د حکومت شريک شي. 

خو بيا صلاح الدين رباني، احمد ضيا مسعود، محمد کريم خليلي، فضل احمد معنوي او ځيني نور هغه کسان دي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د حکومت په جوړېدو او يا هم د ټاکنو د پايلو د اعلان په لغوه کېدو ټېنګار کوي. 

د عبدالله عبدالله د ټيم دننه جنرال  دوستم هغه کس دی چې تر اوسه په دې اړه پرېکړې ته نه دی رسېدلی او خپل وروستی دريځ يې نه دی په ګوته کړي. خو د جنرال دوستم وياند تېره ورځ ويلي وو، چې د دوی د عبدالله عبدالله په مشرۍ او د ټول ټيم په هوکړې،  محمد اشرف غني سره جوړ جاړي ته تيار دي. 

وروستي راپورونه ښيي چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د هېواد د سياسي څېرو په منځګړېتوب هوکړې ته سره نېږې شوي دي.