د هند پوليس (فاحشه خونې) تړي خو په کې (بدلمنې ښځې) بل ځای د اوسېدو لپاره نه لري 

روهي (يوه نۍ/۲۵ د وري)، له هغه وخت چې نړۍ کې کرونا وژونکی ويروس خپور شوی دی، د هندوستان په شمول د نړۍ ۱۸۵ هېوادونو ته رسېدلی دی. پوليس د ګرځبنديز او قرنطين پر مهال هټۍ، سوداګريز مرکزونه، مارکېټونه او په لويه کې د ګڼې - ګوڼې ځايونه تړي. د هندوستان حکومت هم له تېرې مياشتې ګرځبنديز اعلان کړی دی او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي او خلک په کورونو کې پاتې دي. 

هندوستان کې د نړۍ د ځيني نورو هېوادونه په پرتله د زرګونه فاحشه خونو شته دی. د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي، ممبۍ، کلکتې، پونې او يو شمېر نورو ښارونو کې داسې ځايونه شتون لري چې د حکومت په اجازه په کې فاحشه او زنا تر سره کيږي. يادې سيمې د Red Lights سيمو په نوم ياديږي. 

په زرګونه ښځې هندوستان کې په يادو فاحشه خونو کې د شپې او ورځې پاتې کيږي او د ژوند کولو ځای يې دی. د دوی د پيسو په مقابل کې بدلمني، فاحشه او زنا کوي. اوس چې پوليس د نورو ګڼيزو ځايونو د تړلو په شمول د فاحشه خونو تړل هم پيل کړې دي، په زرګونه بدلمنې ميرمنې چې يا کورنۍ نه لري او يا يې هم خپلې کورنۍ پرېښوودلې او ورڅخه شړل شوي دي، د پاتې کېدو او اوسېدو لپاره بل ځای نه لري. 

د جنسي اړيکو تر سره کوونکو د حقونو ملاتړ ادارې او UNAIDS په يوې اعلاميې  کې چې د همدې مياشتې په اتمه نېټه نشر شوه د نړۍ له هېوادونو غوښتي جنسي اړيکو تر سره کوونکو يا بدلمنو ښځو  ته د انسانانو په سترګه وګوري او انساني حقوق يې بايد وساتل شي. دغه اعلاميه ويل شوي دي، چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره د نړۍ هغه هېوادونه چې يو شمېر وګړي يې د پيسو په مقابل کې جنسي اړيکې تر سره کوي، انساني حقونو ته يې بايد درناوی وشي. 

د سونتيا په نوم د هند ممبۍ ښار کې يوې بدلمنې ميرمنې الجزيرې ته ويلي دي، "پخوا به له ماښام وروسته ډېر مشتريان راتلل او ښې پيسې مو تر لاسه کولې. اوس مشتريان نشته، ټوله ورځ تلويزيون ګورو او يا هم په ځيرکو موبايلونو کې لوبې کوو. پوليس راپسې دي، له دغه ځايه مو باسي، مونږ نه کور لرو او نه هم کوم د اوسېدو لپاره کوم بل ځای." 

د هندوستان په کلکته کې يو بلې بدلمنې ميرمنې الجريزې ته ويلي دي، "ځای مو په کرايه نېولی دی، د ځای مالک راڅخه کرايه غواړي، دپيسو هېڅ ډول سپما نه لرو او له بد اقتصادي وضعيت سره مخ يو. زما لور درس وايي، ښوونځي کې ده او زه بايد له دغې لارې (فاحشه ګيري) ورته پېسې پيدا کړم. لور مې هيله لري چې واده وکړي او د پوليسو افسره شي. "

د سنديا په نوم يو بله جينۍ چې ۲۳ کلنه؛ په فاحشه خونه کې پيدا شوې او لويه شوې ده وايي، "دلته زمونږ وضعيت ډېر خراب دي. پنځوس کسان په ګډه له يو تشناب ګټه اخلي او ډېری وخت اوبه نه لرو. هغه خونې چې مونږ په کې ژوند کوو تازه هوا نه لري او په يوه کوټه کې تر لسو کسان ګډ ژوند کوو."

نوموړې وړامدې زياته کړې، "دلته د کرونا ويروس وړاندې نورې ناروغۍ شته دي. زمونږ ډېری هم مسلکه په آېډز، تربکلوز او نورو وژونکو نارغيو ککړې دي. څو ورځې وړاندې يوه ميرمن چې ټي بي يا تربلکوز يې درلود وينه يې وغورځوله او هېڅ روغتيايي اداره او روغتون تيار نه شو چې امبولانس راکړي او يا درملنه وکړي؛ هغه مړه شوه."