روهي (دوه نۍ/۲۵ د وري)، د تېرو ولسمشريزو تاکنو ته نوماند او د افغانستان اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي يووالي حکومت پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ سياسي هوکړې سره مخالفت ښوودلی دی.
د پر ليکه شوي خبرونو په اساس حکمتيار وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او سپيدار ترمنځ هوکړه د سياسي واک د وېش په مانا ده چې غېر قانوني چاره ورته د منلو وړ نه ده.
ځيني سرچيني وايي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سياف او يو شمېر نورو سياسي څېرو په هڅو ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو پايلو پر سر د راپورته شوي سياسي کړېکچ حل ته سره نېږې شوي دي.
د اجرائيه رياست جوړل، حکومت کې ۴۰ سلنه ونډه او د سولې شورا مشري او يا د ټاکنو پايلو لغوه کولو او ملي يووالي حکومت ته دوام ورکول د عبدالله عبدالله دوه طرحې دي.
بيا ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت په کابينه کې ونډه او د سولې شورا مشري عبدالله عبدالله ته ورکوي، خو د اجرائيه رياست جوړول د هېواد اساسي قانون سره په ټکر کې بولي.
وروستي