پاکستان له نړيوالې ټولنې غوښتي دي چې مرستې دي ورسره وکړي 

روهي (دوه نۍ/۲۵ د وري)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان د نړۍ پر هېوادونو او نړيوالې ټولنې غږ کړی دی، چې د کرونا ويروس سره د مبارزې او درملنې برخه کې دي له دغه هېواد سره مرستې وکړي.

عمران خان ويلي دي چې د نړۍ پرمختللو هېوادونو لکه امريکا، جاپان، جرمني او نورو په مېلېاردونه ډالر کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره ځانګړي کړي دي، خو پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخ دی. 

نوموړي د ملګرو ملتونو په شمول پر نورو نړيوالو ادارو غږ کړی دی چې پاکستان سره مالي مرستې وکړي او قرض ورکړي، ترڅو کرونا ويروس سره مبارزه پرې وکړي. 

له عمران خان وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني د پيسو نړيوال صندوق  او نورو نړيوالو سازمانانو غوښتي وو، چې دغه هېواد ته قرض ورکړي او په دې برخه کې له تعبيض او سياسي فشارونو ځان لېرې وساتي.